په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن پنجشنبه د تله ۵ مه سهار په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا وزارت له چارواکو او یو شمېر ډاکټرانو سره غونډه وکړه.
مسوولینو او ډاکټرانو د خپلو کارونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د روغتیا په برخه کې د وروستیو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت له فتحې وروسته د روغتیا په ګډون په ټولو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي او لرو پرتو سیمو ته روغتیايي اسانتیاوې رسېدلې دي. دوی زیاته کړه: د روغتیا په برخه کې د یو شمېر نویو پروژو په پلي کېدو سره به په دولتي روغتونونو کې اړو خلکو ته ښه خدمات وړاندې شي او شته ستونزې به پای ته ورسېږي.
همدارنګه دوی د ستونزو د حل او د روغتیايي کارکوونکو د علمي ظرفیت د لوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر د روغتیا په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: افغان ډاکټران په سختو شرایطو کې د خلکو خدمت کوي او اسلامي امارت د دوی د ملاتړ ترڅنګ د لازمو اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د افغان کدرونو په لاس په هیواد کې د روغتیا په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره کار پیل کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment